د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

jawid_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵ شعبان ۱۴۴۷ هـ ق، د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتو د اتحادیې له مسئولینو او غړو سره د خوړو او درملو معینیت په تالار کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې غونډه کې دواړو لورو د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه، چې پکې لاندې برخو ته اشاره کوو: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت او د بنګلدیش هېواد ترمنځ د تفاهم مقدمات د افغان سوداګرو لپاره د دوا واردولو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د هېواد په دوايي بازار کې د ځینو وارداتي اقلامو د کمښت په اړه د راپورونو ارزونه، د دوا احتکار او د بیو د لوړوالي مخنیوی، د کاري پروسو چټکتیا، د درملیز پروفورمونو د صادرولو لپاره د اسانتیاوو زیاتوالی، او د روغتیایي محصولاتو د ثبت پروسې پیل.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه په خپلو وروستیو سفرونو کې له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره مهمو توافقونو ته رسېدلي، چې کولای شي د پاکستاني درملو د بندېدو لپاره مناسب بدیل وګرځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS