د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.
د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.
دغه غونډه د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د درملیزو محصولاتو په برخه کې د سوداګریزو همکاریو د ودې او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د نویو پانګونې فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د یکشنبې ورځې د ماسپښین وروسته، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۸ نېټه جوړه شوه.
د افغانستان اسلامي امارت له لوري، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین الحاج مولوي حمدالله زاهد، د دې معینیت د بېلابېلو برخو رئیسان، د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید او وارداتو اتحادیو مسؤلین او غړي، او همدارنګه د درملو سکتور یو شمېر سوداګر ګډون درلود.
همدارنګه د ازبکستان جمهوریت له لوري، د هغه هېواد د درملو صنعت د پراختیا ادارې رئیس عبدالله عزیزوف، د لوړپوړي پلاوي او د درملو سکتور له یو شمېر سوداګرو سره ګډون کړی و.
په دې غونډه کې، د دواړو لورو ویناوالو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیا او د درملو صنعت په برخه کې د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د ځان بساینې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت د ښه والي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام وباله.
الحاج مولوي حمدالله زاهد، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، د ازبکستاني پلاوي هرکلی وکړ او دا غونډه یې د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله، او د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې د ملاتړ او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
ورپسې، عبدالله عزیزوف د ازبکستان د درملو صنعت د پراختیا ادارې رئیس، له افغانستان سره په ځانګړي ډول د درملو صنعت په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
همدارنګه، ډاکټر فضل الله نیازی، د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتو اتحادیې رئیس، او ډاکټر احمد سعید شمس، د درملو صنعت او روغتیايي محصولاتو د اتحادیې رئیس، د ګډو همکاریو د پراختیا، د درملو د وارداتو او تولید د بهیر د ښه والي او د روغتیايي خدماتو د کیفیت د لوړولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د دې غونډې په پایله کې، د افغانستان او ازبکستان د درملو سوداګرو ترمنځ ۱۳ سوداګریز تړونونه، چې ارزښت یې له ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات دی، لاسلیک شول چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
دغه غونډه د تفاهم، همکاریو او ګډ تعهد په فضا کې پای ته ورسېده او ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې پایلې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو او اوږدمهالو همکاریو د پراختیا لامل شي.
