په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۵۱ کارتنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛

په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۵۱ کارتنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
۲۶/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د ننګرهار ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق د شوال د میاشتې په ۲۵ نیټه د یاد ولایت مرکز ۸ ناحیې اړوند له ۵ بابه درملتونونو، ۱ باب د درملو عمده پلورنځۍ، ۲ بابه د خوراکي توکو تولیدي فابریکو او ۱ باب هوټل څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۳ قلمه او ۵۱ کارتنه مختلف ډول تارېخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.