د افغانستان د خوړو او درملو معینیت تاریخچه
د خوړو او درملو معینیت د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د یوه تخصصي او مهم بنسټ په توګه، په هېواد کې د عامې روغتیا د تأمین، د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم، څارنې او د کیفیت د کنټرول اساسي رول لري. دغه معینیت د هېوادوالو د ژوند او روغتیا د ساتنې په موخه، د قوانینو، طرزالعملونو، پالیسیو، معیارونو او ملي او نړیوالو مقرراتو د تدوین او تطبیق له لارې هڅه کوي، تر څو په کورنیو بازارونو کې د خوندي، اغېزمنو او باکیفیته خوړو او درملو د عرضې ډاډ ترلاسه شي.
د خوړو او درملو معینیت د درملو او خوراکي توکو د ثبت، ارزونې، وارداتو، تولید، وېش او مصرف د بهیرونو د څارنې له لارې، د بېکیفیته، تقلبې او غیرمعیاري توکو د واردېدو او عرضې مخه نیسي او د روغتیایي خدمتونو د عرضې د سیستم د ښهوالي او د خوړو او درملو د مصونیت د کچې د لوړولو لپاره زمینه برابروي. همدارنګه، دغه معینیت د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ، د هېواد د خوړو او درملو د تنظیم سیستم د نړیوالو منل شویو معیارونو سره د همغږۍ په موخه اغېزمن ګامونه اخلي.
په ټوله کې، د خوړو او درملو معینیت د یوه تنظیموونکي او ناظر بنسټ په توګه، د عامې روغتیا په تأمین، پر تولیدي او وارداتي خوراکي او درملیزو محصولاتو د عامه باور په پیاوړتیا او د هېواد د روغتیا سکتور د پایدار پرمختګ په ملاتړ کې محوري رول لري.
په افغانستان کې د درملو د چارو د تنظیم ریښه د ۱۳۱۷ لمریز کال ته رسېږي، او دغه نظام د لسیزو بدلون او پرمختګ په ترڅ کې د خوړو او درملو د معینیت اوسني جوړښت ته تکامل موندلی دی، چې په لاندې ډول یې تشریح کوو:
په ۱۳۱۷ لمریز کال کې د فارمسي تصدي د لومړي ځل لپاره د مالیې وزارت په چوکاټ کې تأسیس شوه او تر ۱۳۳۲ کال پورې یې فعالیت درلود.
وروسته، په ۱۳۳۳ کال کې د وخت د صحیې ریاست تر چتر لاندې د «درملواکي» تر نوم لاندې یوه کوچنۍ اداري واحد رامنځته شو او د درملو د چارو د سمبالولو مسؤلیت یې پر غاړه واخیست.
ورپسې، د درملو د ډیپو اساسنامه جوړه شوه او د هغې پر بنسټ د «ابنسینا بلخي د عامه درملو ډیپو» تر نوم لاندې یو بنسټ تأسیس شو، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د څو عمدهفروشۍ په رامنځته کولو سره یې د فعالیت ساحه پراخه کړه. د همدې بنسټ تر چتر لاندې، د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د کارتهچهار په سیمه کې د ټابلیټ جوړولو د دوو ماشینونو په درلودلو سره د درملو د تولید یوه کوچنۍ فابریکه جوړه شوه.
وروسته، دغه بنسټ د شل میلیونه افغانیو د دوراني پانګې په ځانګړي کولو سره، د یوه دولتي انتفاعي تصدي په توګه د لاندې موخو لپاره فعالیت پیل کړ:
۱. د دولتي ادارو د اړتیا وړ درملو او طبي لوازمو برابرول؛
۲. د بازار لپاره د درملو او طبي وسایلو واردول؛
۳. د بیو د ثبات لپاره له خصوصي سکتور سره سیالي رامنځته کول؛
۴. د بېړنیو حالاتو لپاره د درملو د زېرمو ساتل.
دغه مؤسسه چې په رسمي ډول د فارمسي د چارو د ریاست په نوم یادېده، په عین وخت کې یې د هېواد د درملو د چارو تنظیم هم پر غاړه درلود. د دې ریاست مشر د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز او د وزیرانو د عالي شورا په تصویب ټاکل کېده؛ له تخنیکي او مسلکي اړخه د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې و، خو د پانګې او مالي راپور ورکولو له پلوه د مالیې وزارت ته حساب ورکاوه.
وروسته، د ۱۳۶۴ لمریز کال د جدی په ۱۵مه، د «Avicenna Pharmaceutical Institute (API)» یا د ابنسینا فارمسي انستیتوت تر نوم لاندې یوه لویه او معاصره د درملو جوړولو فابریکه د کابل ښار د څلورلارې قمبر په سیمه کې، په هغه ځمکه کې چې د فارمسي د چارو ریاست ته ځانګړې شوې وه، د نوو ماشینونو د نصب او مونتاژ له لارې تأسیس شوه. دغه فابریکې شاوخوا ۱۲۰ ډوله درمل په بېلابېلو بڼو (ټابلیټ، کپسول، شربت، ساشي، شامپو، د لیوني سپي واکسین او نور) تولیدول او د هېواد د درملو د اړتیاوو لویه برخه یې پوره کوله. همدارنګه، له ۱۷ بهرنیو درمل جوړونکو شرکتونو سره – د هند، بلغاریا، چکوسلواکیا، جرمني، یوګوسلاویا، پولنډ، ترکیې او روسیې – سوداګریز قراردادونه لاسلیک شوي وو او د هېواد د اړتیا وړ درمل ترې رانیول کېدل، واردېدل او د ټاکلې ګټې په زیاتولو سره پلورل کېدل. د دولتي ادارو د اړتیا وړ درملو او روغتیایي محصولاتو د اکمال بشپړ مسؤلیت یې پر غاړه درلود. سربېره پر دې، په مرکز او ولایتونو کې یې دولتي دواخانې جوړې کړې، چې د خلکو اړتیا وړ درمل او روغتیایي محصولات یې د همدې دواخانو له لارې عرضه کول؛ دغه دواخانې د دولتي ډیپوګانو په نوم په ټولنه کې له ښه نوم څخه برخمنې وې. همدارنګه، د هغه وخت د فارمسي تصدي د افغانستان د هوخست فابریکې ۲۳.۹ سلنه ونډه هم لرله.
د ۱۳۷۰ څخه تر ۱۳۸۰ کلونو پورې، د تحمیلي جګړو او نه جبرانېدونکو زیانونو له امله، د فارمسي په تصدي کې د درملو د وارداتو او تولید سیستم له منځه ولاړ. د مسلکي کارکوونکو د ساتنې، د دولتي پالیسۍ سره سم د فعالیت د دوام، خلکو ته د درملو د وېش او د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره، ادارې خپلې اړتیا وړ درمل د هېواد له داخلي درملیز بازار څخه برابرول او بیا یې اړمنو ته عرضه کول.
په ۱۳۸۲ کال کې، د نورو دولتي بنسټونو په څېر، د فارمسي د تصدي د بیا احیا بهیر پیل شو او فعالیتونه یې د پاتې محدودو امکاناتو په مټ بېرته له سره پيل شول. خو د هېواد د درملیز بازار او سوداګرۍ د چټک بدلون او پرمختګ له امله، د فارمسي د تصدي تمرکز تر ډېره د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم پر چارو واوښت.
له ۱۳۸۵ کال وروسته، په افغانستان کې د درملو د چارو اداره پرلهپسې بدلونونو سره مخ شوه. په همدې کال کې، د هېواد د درملو اداره د «عمومي ریاست د فارمسي د چارو» تر نوم لاندې د فارمسي له تصدي څخه جلا شوه او د تصدي فعالیتونه یوازې د وارداتو، تولید، له بازار څخه د تدارک، وېش او د اړوندو دواخانو له لارې د خدمتونو تر عرضې محدود شول.
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د فارمسي د چارو ریاست چې په اصل کې یو دولتي تصدي و، د اوږدو کلونو لپاره یې د هېواد په کچه د فارمسي د چارو مدیریت او رهبري هم پر غاړه درلوده. په هغه وخت کې، ساده او ابتدایي کړنلارې عملي کېدې چې تر ډېره د تولید او وارداتو د جوازونو په ورکړه او د کیفي ازموینو وروسته بازار ته د داخلېدو په اجازه پورې محدودې وې. د فارمسي د چارو د ریاست دوهبعدي مسؤلیت—له یوې خوا د انتفاعي او ځانبسیا بڼې په توګه د درملو تدارک، وېش او د درملیزو خدمتونو عرضه، او له بلې خوا د هېواد د فارمسي د چارو اداره—دا اندېښنه رامنځته کړه چې دغه وضعیت کېدای شي د ګټو د ټکر او د بازار اقتصاد له پالیسیو سره د تعارض لامل شي. له همدې امله، د درملو د چارو د تنظیموونکې ادارې د فارمسي له تصدي څخه د جلا کولو طرحه وړاندې شوه او د نوي جوړښت د طرحې او د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د «عمومي ریاست د فارمسي د چارو» تر نوم لاندې نوې اداره رامنځته شوه او د هېواد د فارمسي د مدیریت ابتکار یې پر غاړه واخیست.
په دې پړاو کې، د فارمسي د چارو د ادارې جوړښت تر ډېره هغه برخې رانغاړلې چې د درملیزو خدمتونو د عرضې د مرکزونو تأسیس، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تولید، وارداتو او بازار ته د عرضې لپاره ثبت او د جوازونو صادرول، د اړوندو فعالیتونو څارنه او ارزونه، د ملي درملیزې پالیسۍ او علمي او تخنیکي درملیزو سرچینو تدوین (د افغانستان ملي فورمولري، د اساسي او مجازو درملو لستونه، د روغتیایي خدمتونو د مرکزونو لپاره فورمولري لستونه او نور)، د فارمسستانو لپاره لنډمهاله مسلکي روزنې، په هېواد کې د درملو د استعمال ارزونه او د ابنسینا فارمسي انستیتوت (API) تر چتر لاندې د درملیزو معلوماتو عرضه شاملې وې. دغه پړاو شاوخوا یوه لسیزه دوام وکړ او د هېواد د فارمسي په برخه کې یې له تخنیکي او مسلکي پلوه د پام وړ پرمختګ رامنځته کړ.
وروستی بدلون د هېواد د درملو د چارو د ادارې په جوړښت کې، د ملي درملیزې پالیسۍ (۱۳۹۳–۱۳۹۷) د سپارښتنو او د فارمسي د اساسي وظیفوي موخو پر بنسټ، د تنظیمي او خدماتي برخو د تفکیک له لارې د درملو د چارو د ادارو پراختیا وه. په همدې پړاو کې (۱۳۹۵ لمریز کال)، د درملو او روغتیایي محصولاتو د ملي تنظیم اداره د هېواد په کچه د یوه جامع او ځواکمن تنظیموونکي بنسټ په توګه رامنځته شوه، او همدارنګه خدماتي برخې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د «د درملیزو خدمتونو ریاست» تر نوم لاندې نوې ادارې ته وسپارل شوې.
وروستی، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې، د هغه وخت حکومت د ملي درملیزې پالیسۍ د سپارښتنو پر بنسټ او د درملو او خوړو د چارو د لا ښه انسجام او سمون په موخه، د یوه فرمان له لارې د خوړو او درملو د خپلواکې ادارې د جوړولو اقدام وکړ. د کابل له فتحې او د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته، د خوړو او درملو د چارو د ادارې موضوع یو ځل بیا د کابینې په غونډو کې وڅېړل شوه او تأیید او ابقا یې وشوه.
اوس مهال، د خوړو او درملو معینیت د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې، د تنظیمي چارو مسؤلیت د دوو سترو برخو—درمل او خواړه—په تمرکز سره پر غاړه لري.