په هرات ولایت کې له 27 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه.
په هرات ولایت کې له 27 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه.
1445/11/5 هـ ق
په هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان 1445 هـ ق کال د ذوالقعده د میاشتې په 5 نیته د یاد ولایت انجیل ولسوالي 10 ناحیې اړوند له 27 بابه د خوراکي توکو له پلورنځيو څخه څارنه کړې ده.
ددغې ورځنې څارنې په ترڅ کې 28 قلمه تارېخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.