میدان وردګ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۱۵ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
میدان وردګ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۱۵ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۱۰/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د میدان وردګو ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له ۱۰ بابه خوراکه پلورنځیو او ۵ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت د خوړو او درملو آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.
همدا راز په دغې څارنه کې د ۳ بابه درملتونونه د غېر قانوني فعالیت له امله د یاد آمریت له لوري مهرلاک شول.