د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د درملیزو خدمتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۵۳
شسی

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د درملیزو خدمتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل؛

1445/08/16 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن سه شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 16 نیټه په خپل کاري دفتر کې د درملیزو خدمتونو د اتحادیې له رییس ښاغلي اسدالله کاکړ او غړو سره وکتل.

په دغې کتنې یادې اتحادیې د نوې کړنلارې له مخې د درملو د "ګرند فادر" او نویو کمپنیو د ثبت په اړه، په ولایاتو کې درملیزو تاسیساتو د جواز د ورکړې په اړه خپل مشکلات او غوښتنې د یادې ادارې له رییس سره شریکې کړې.

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی ستونزې او مشکلات واوریدل، ښاغلي عمر په یاده کتنه کې وویل هر کمپنۍ چې نوې ثبت کیږي او یا هم پخوا ثبت شوې وي باید د ادارې د نوې کړنلارې له مخې ثبت شي ځکه د نوې کړنلارې له مخې سوداګرو ته ډېر اسانتیاوې رامنځته شوې دي هغه زیاته کړې چې د ارزونې وروسته به په ولایاتو کې درملیزو تاسیساتو د فعالیت جواز ورکړې.

ښاغلي عمر یاده لیدنه کې د ادارې او اتحادیې ترمنځ په پوره همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته کړې د یادې ادارې دروازې هر وخت د خلکو او د درملو د کاروباریانو پر مخ خلاصې دي، هغه زیاته کړه هڅه کوي ترڅو ستاسو ستونزو ته رسیدنه وکړو  او له هغوی څخه یې وغوښتل ترڅو معیار ته پاملرنه وکړي هغه کسان له خپل صف څخه لرې کړي چې د ادارې او اتحادیې بدنامې غواړي.

په ورته وخت کې د یادې غړو او مسؤولینو د ورته ذکر شویو مواردو د پوره عملي کولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې خپلو نیګړتیاوو ته به جدي پاملرنه وکړي دوی زیاته کړه چې د پخوا په پرتله یې تر ډېره ستونزو ته رسیدنه کیږي، ډېر اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي او د ادارې څخه یې په درملیزو چارو کې مننه وکړه او ادارې څخه یې د ملاتړ ترڅنګ د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

جلسه هماهنگی برای انتقال نمونه‌های گمرکی به لابراتوارهای مرکزی برگزاری گردید؛

جلسه هماهنگی به‌منظور معرفی و تطبیق تفاهم‌نامه امضا‌شده میان معینیت غذا و ادویه وزارت صحت عامه و شرکت دولتی افغان پُست، با حضور نمایندگان ریاست تنظیم صادرات و واردات ادویه، مسئولین شرکت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

برگزاری نشست هماهنگی هیئت تخنیکی معینیت غذا و ادویه با ۲۹ شرکت تولیدی در کشور بنگلادش

هیئت تخنیکی معینیت غذا و ادویه وزارت صحت عامه به سرپرستی محترم الحافظ داکتر نعیم‌الله ایوبی، رئیس عمومی تنظیم ادویه و محصولات صحی، در کشور بنگلادش با اشتراک ۲۹ شرکت تولیدی ادویه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

برنامه آموزشی "ارزیابی دوسیه جامع اقلام تولیدات داخلی" (DMF) برای کارمندان معینیت غذا و ادویه آغاز گردید

برنامه آموزشی سه‌روزه تحت عنوان «ارزیابی دوسیه جامع اقلام تولیدات داخلی (DMF)» با حضور مسئولین، استادان و ۳۵ تن از کارمندان ریاست ارزیابی و ثبت ادویه و محصولات صحی، در تالار آموزشی. . .

BACK TO NEWS