د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره، په شرایطو برابر ټولو داوطلباتو ته دعوت ورکوي ترڅو د روان 1402 هـ ش مالي کال لپاره د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د اړتیا وړ امنیتي کمرې او د تکنالوژې وسایلو برابرول په ازادې داوطلبۍ کې ګډون وکړي، ددغې دواطلبې شرطنامه د خوړو او درملو ملي ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه په وړیا ډول لاس ته راوړئ، خپل وړاندیزونه په یادې شرطنامه کې د ذکر شویو شرطونو او تدارکاتو د طرزالعملونو د قانون له مخې په تړل شوې بڼه له اعلان شوې نیټه څخه تر1402/08/13 نیټې پورې د شنبې په ورځ د غرمې تر 2:00 بجو پورې ، د ادارې د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي، ځنډیدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین په بانکي ډول پنځه څلویښت زره, او نه سوه شپږدیرش (۴۵،۹۳۶) افغانۍ ده.
د وړاندیزونو د پرانستلو ناسته به د روان 13/08/ 1402 هـ ش کال د شنبې په ورځ د غرمې په 2:00 بجو د ادارې د ناستو په تالار کې ترسره شي.
ځای: د خوړو او درملو ملي اداره، ده افغانان، د عبدالرحمن جامع جومات ته مخامخ.
د اړیکو شمیره: ۰۷۸۷۲۵۱۵۰۴