د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه ترسره شوه:

jawid_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۰
د خوړو او درملو معینیت او د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د ژمنو د تعقیب او همغږۍ غونډه د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادي‌الثاني د ۲۶مې نېټې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، تر څو د هېواد د سوداګرۍ لپاره په نړيوال مارکېټ کې اسانتیاوې برابرې شي. په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې وزارتونو استازو، د پلان او پالیسۍ عمومي ریاست استازو او د خوړو او درملو معینیت د درملو اړوندو څانګو مسؤلینو ګډون درلود. غونډه د خوړو او درملو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

د غونډې په پیل کې محترم الحافظ ډاکتر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس او د معینیت وارسی کوونکي، مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ډول غونډو جوړول یې د هېواد د سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د درملو او خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره ارزښتناک وبلل. نوموړي ګډونوالو ته د خوړو او درملو معینیت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو او د صادراتي خوراکي توکو لپاره د روغتیايي تصدیق‌لیک د صادرولو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د خوړو او درملو معینیت د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) د ټولو ژمنو رعایت ته ژمن دی.

وروسته محترم عبدالوکیل مسلم، د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) رئیس، د اړتیا وړ موضوعات د پرزنټېشن له لارې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم برخه کې عملي تطبیقي پلان لاسلیک شو:

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معیینیت ښاغلی معین مولوی حمد الله زاهد او مل پلاوي یې ایران هیواد ته د خپل سفر په لړ کې  د خوراکي توکو، درملواو روغتیایی محصولاتو د تنظیمی چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه ترسره شوه:

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د ژمنو د تعقیب او همغږۍ غونډه د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادي‌الثاني د ۲۶مې نېټې د چهارشنبې په ورځ ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د خوړو او درملو معین د یوې پلاوي په مشري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ؛

محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د (ا.ا.ا) د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادالثاني د ۲۵مې نېټې سره سم، د یوې پلاوي په مشري چې د درملو او. . .

BACK TO NEWS