د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم برخه کې عملي تطبیقي پلان لاسلیک شو:

jawid_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم برخه کې هوکړه لیک

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معیینیت ښاغلی معین مولوی حمد الله زاهد او مل پلاوي یې ایران هیواد ته د خپل سفر په لړ کې  د خوراکي توکو، درملواو روغتیایی محصولاتو د تنظیمی چارو د لاښه تنظیم او د درملیزو محصولاتو د تولیدی او توریدی چارو د سمون په موخه د مخکنې لاسلیک شوی هوکړه لیک په رڼا کې چې په ۱۴۰۲ کال د ثور په میاشت کې د افغانستان د اسلامي امارت د وخت د خوړو او درملو د ملي ادارې او د ایران د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معاونیت او د خوړو او درملو د ملي ادارې تر منځ  لاسلیک او د قانوني پړاوونو نه وروسته مرعی الاجرا ګرځیدلۍ وه،  د اړوندو چارو ( د ایراني کمپنیو او اړوندو اقلامو د ثبت او ارزونې د پروسی په معیاری چټکتیا، د خوراکي توکو، درملو او روغتیایی محصولاتو د توریدی چارو د لا تنظیم او داړوندو فعالیتونو د چټکتیا، د درملو او روغتیایی محصولاتو د قاچاق د مخنیوی په برخه کې په ګډی مبارزی، د ایراني کمپنیو له خوا په افغانستان کې د درملو په سکتور کې د افغاني درملیزو کارخونو سره په ګډه او یا هم په مستقل ډول د پانګونې، په مختلفو برخو کې د ظرفیت لوړونې، د تنظیمی چارو د دیجیتلایز کولواو همدارنګه د خوراکي توکو، درملو او روغتیایی محصولاتو د کیفیت د کنترول د لابراتوارونو تر منځ د تخنیکي همکاریو) په برخه کې د اړوندو چارو د عملي کولوپه موخه عملیاتي تطبیقي پلان ترتیب او نن د یولړ مراسمو په لړ کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د ښاغلی معین ښاغلی مولوی حمد الله زاهد او د ایران هیواد د عامې روغتیا وزارت د معیین او د خوړو او درملو د ملي ادارې د ریس ښاغلی داکتر مهدی پیر صالحی ترمنځ په تهران ښار کی لاسلیک شو.
د عملیاتی تطبیقی پلان په لاسلیک سره به اړونده فعالیتونه او چاری د مهال ویش سره سم عملی او په پورته ذکر شوو برخو کی به شته ستونزی تر ډیره حل او هیوادوالو ته به تر ډیره حده د باکیفیته، خوندی او موثرو درملو د وړاندې کولو زمینه برابره او د قاچاقي او بی کیفیته درملو د واردولو مخه به ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم برخه کې عملي تطبیقي پلان لاسلیک شو:

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معیینیت ښاغلی معین مولوی حمد الله زاهد او مل پلاوي یې ایران هیواد ته د خپل سفر په لړ کې  د خوراکي توکو، درملواو روغتیایی محصولاتو د تنظیمی چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه ترسره شوه:

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د ژمنو د تعقیب او همغږۍ غونډه د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادي‌الثاني د ۲۶مې نېټې د چهارشنبې په ورځ ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د خوړو او درملو معین د یوې پلاوي په مشري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ؛

محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د (ا.ا.ا) د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادالثاني د ۲۵مې نېټې سره سم، د یوې پلاوي په مشري چې د درملو او. . .

BACK TO NEWS