د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
"د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د اړتیا وړ 9 قلمه فرنیچرباب د برابرولو بیاځلي خبرتیا"
نیټه : (---25/3/1445 18/07/1402)
داوطلبۍ شمیره: ((AFDA/1402/NCB/G.0014
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره، په شرایطو برابر ټولو داوطلباتو ته دعوت ورکوي ترڅو د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د اړتیا وړ 9 قلمه فرنیچرباب د تدارک او برابرولو په آزادې داوطلبۍ کې ګډون وکړي، ددغې دواطلبې شرطنامه د خوړو او درملو ملي ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه په وړیا ډول لاس ته راوړئ، خپل وړاندیزونه په یادې شرطنامه کې د ذکر شویو شرطونو او تدارکاتو د طرزالعملونو د قانون له مخې په تړل شوې بڼه له اعلان شوې نیټه څخه تر 9/08/1402 نیټې پورې د سه شنبې په ورځ د سهار ۱۰ بجو پورې ، د ادارې د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي، ځنډیدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین په بانکي ډول دوه سوه اوه شپیته زره پنځه سوه پنځه ویشت(267525) افغانۍ ده.
د وړاندیزونو د پرانستلو ناسته به د روان 8 /09/ 1402 هـ ش کال د سه شنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو د ادارې د ناستو په تالار کې ترسره شي.
ځای: د خوړو او درملو ملي اداره، ده افغانان، د عبدالرحمن جامع جومات ته مخامخ.
د اړیکو شمیره: ۰۷۸۷۲۵۱۵۰۴