د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د بادغیس ولایت د خوړو او درملو د آمریت څخه لیدنه وکړه؛
د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د بادغیس ولایت د خوړو او درملو د آمریت څخه لیدنه وکړه؛
۱۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین حاجي صاحب رحمت الله رؤفي او مل تخنیکي پلاوي بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۱ نیټه د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د بادغیس ولایت د خوړو او درملو د آمریت د کارونو ارزونه ترسره شوه، نیګړتیاوې ورته په ګوته شوې او د کارونو د لا پر مختګ او سمون په اړه یې اړینې او لازمې سپارښتنې د یاد آمریت له مسؤولینو سره شریکې کړې.