په کندهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۵ کارتنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل ترلاسه شول؛
په کندهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۵ کارتنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل ترلاسه شول؛
۲۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د کندهار ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۰ نیټه د یاد ولایت ۶ ناحیې اړوند له ۵ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۵ کارتنه مختلف ډول تاريخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ریاست ته انتقال کړل.