پروان ولایت کې د تېرو دریو ورځو په جریان کې ۳۰ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوې ده؛
پروان ولایت کې د تېرو دریو ورځو په جریان کې ۳۰ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوې ده؛
۲۱/۲۰/۱۴۴۵ هـ ق
د پروان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې۲۰،۱۹،۱۸ نیټو په جریان کې د یاد ولایت مرکز اړوند له ۱۲ بابه درملتونونو، ۱۰ بابه خوراکه پلورنځیو او ۸ بابه د خوراکي توکو له ګدامونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۴۷ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.