په پکتیا ولایت کې له ۳۲ بابه درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۶۸ قلمه تاریخ تېر درمل ترلاسه شوي دي.
په پکتیا ولایت کې له ۳۲ بابه درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۶۸ قلمه تاریخ تېر درمل ترلاسه شوي دي.
۱۴۴۵/۱۱/۶ هـ ق
په پکتیا ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعده د میاشتې په ۵ نیته د یاد ولایت مرکز (گردیز ښار) په اوله او دویمه ناحیو اړوند له ۱۸ بابه درملتونونو ۸ بابه عمده فروشیو او ۶ بابه د توریدی شرکتونو له نمایندگیو څخه څارنه ترسره کړې ده.
ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۱۶۸ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي