په پکتیا ولایت کې له ۳۲ بابه درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۶۸ قلمه تاریخ تېر درمل ترلاسه شوي دي.

press_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۸:۱۰
دکتیا

په پکتیا ولایت کې له ۳۲ بابه درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۶۸ قلمه تاریخ تېر درمل ترلاسه شوي دي.
۱۴۴۵/۱۱/۶ هـ ق
په پکتیا ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعده د میاشتې په ۵ نیته د یاد ولایت مرکز (گردیز ښار) په اوله او دویمه ناحیو اړوند له ۱۸ بابه درملتونونو ۸ بابه عمده فروشیو او ۶ بابه د توریدی شرکتونو له نمایندگیو څخه څارنه ترسره کړې ده.
ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۱۶۸ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د  خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS