د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو
د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو کارکوونکو په ګډون، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت په روزنیز تالار کې پیل شو.
دغه پروګرام د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د تنظیمي مهارتونو پیاوړتیا، د تخنیکي دوسیو د ارزونې د بهیر معیاري کولو، او د داخلي تولیداتو د اقلامو د ثبت او راجستر د سیستم د ښه والي په موخه جوړ شوی دی. په دې پروګرام کې مهم موضوعات لکه DMF او د هغه ډولونه، د DMF د ارزونې فورم، فورمولیشن او د هغې محاسبات، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ قراردادي تولید، د تجارتي نومونو لارښود، د درملو معلوماتي بروشور، د لیبلګذارۍ لارښود، د قیمت ارزونې فورم او نور اړوند موضوعات تر بحث او زده کړې لاندې نیول کېږي.
د پرانیستې په مراسمو کې، محترم مولوي محمد موسی فایق، د اسنادو د تحلیل او د فعالیتونو د تنظیم رئیس، د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې علم او تجربه په هر پړاو کې د نوي کولو، بیاکتنې او تازه کولو اړتیا لري، او کارکوونکي باید تل د خپلو مسلکي پوهې او مهارتونو د لوړولو لپاره هڅه وکړي. نوموړي همدارنګه د دې پروګرام له ټولو تنظیموونکو او د روغتیا نړیوال سازمان څخه د تخنیکي او مالي ملاتړ له امله مننه وکړه او د خوړو او درملو معینیت ژمنتیا یې د هېواد دننه او بهر د لا ډېرو ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې څرګنده کړه.
همدارنګه، محترم ډاکټر ابراهیم شیرزاد، د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت رئیس، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تنظیمي مهارتونو د پیاوړتیا او د DMF د اساسي رول په اړه د تولیدي اقلامو د ارزونې او ثبت په بهیر کې هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي د جامع تولیدي دوسیې (DMF) مهم ځای د کیفیت د تضمین، تخنیکي شفافیت او له ملي او نړیوالو معیارونو سره د مطابقت په برخه کې روښانه کړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په فعاله ګډون، اغېزمن حضور او د دې پروګرام له زده کړو څخه په اعظمي استفادې سره، د کاري بهیرونو په ښه والي او د خدماتو د کیفیت په لوړولو کې ارزښتناک رول ولوبوي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د ورته پروګرامونو په جوړولو سره هڅه کوي چې د کارکوونکو د تخنیکي او تخصصي ظرفیتونو د پیاوړتیا له لارې، د خدماتو د ښه والي، د داخلي تولیداتو د ملاتړ او خلکو ته د معیاري، خوندي او اغېزمنو درملو د برابرولو زمینه برابره کړي.
