په هرات ولایت کې له 17 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه
په هرات ولایت کې له 17 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه.
1445/11/7 هـ ق
په هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون چهارشنبه د روان 1445 هـ ق کال د ذوالقعده د میاشتې په 6 نیته د یاد ولایت مرکز 8 او 15 ناحیو اړوند له 17 بابه د خوراکي توکو له پلورنځيو څخه څارنه کړې ده.
ددغې ورځنې څارنې په ترڅ کې 19 قلمه(105 کارتنه) تارېخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.