پکتیا ولایت کې له ۱۰ بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شوه؛
پکتیا ولایت کې له ۱۰ بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شوه؛
۱۷/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې په ۱۶ نیټه د یاد ولایت دوهمې ناحیې اړوند له ۱۰ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۸ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.