هلمند ولایت کې ۴۲ کارتنه بې کیفیته درمل راټول شول؛
هلمند ولایت کې ۴۲ کارتنه بې کیفیته درمل راټول شول؛
۹/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د هلمند ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۸ نیټه د یاد ولایت لومړۍ ناحیې اړوند سبحان مارکیټ کې له له ۲ بابه د درملو عمده پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې ۴۲ کارتنه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.