پکتیا ولایت کې له ۷ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

پکتیا ولایت کې له ۷ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۲۵/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان 1446 هـ ق کال د محرم د میاشتې په 24 نیټه د یاد ولایت مرکز دوهمې ناحیی اړوند د درملو له 3 بابه عمده پلورنځيو، د توریدي شرکتونو له 3 بابه نمایندګیو او د پاپړو د یوې تولیدي فابریکې څخه د څارنې په ترڅ کې 39 قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.