فاریاب ولایت کې د تلې (میزان) د میاشتې دوهمې اوونۍ په جریان کې له ۶۱ بابه درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې پر مهال ۱۱۳ قلمه تاریخ تیره درمل ترلاسه شوي دي؛
فاریاب ولایت کې د تلې (میزان) د میاشتې دوهمې اوونۍ په جریان کې له ۶۱ بابه درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې پر مهال ۱۱۳ قلمه تاریخ تیره درمل ترلاسه شوي دي؛
په فاریاب ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې امریت ، له خوراکي او درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې دریمې اوونۍ په جریان کې د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له ۶۱ بابه درملیزو تاسیساتو څخه چې په هغو کې ۳۳ بابه د درملو عمده پلورنځۍ، ۱۶ بابه درملتون، ۲ د روغتیايي محصولاتو پلورنځي او ۱۰ بابه د درملو تولیدي او توریدي شرکتونو نماینده ګۍ شاملې دې څارنه او پلټنه کړې ده.
ددغې څارنې پرمهال ۱۱۳ قلمه مختلف ډول تاریخ تیره درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د امریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.