د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د مرکزي لابراتوار د ماشین الاتو او وسایلو د برابرولو ازاده دواطلبي د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
۲۰/۴/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د مرکزي لابراتوار د اړتیا وړ ماشین الاتو او وسایلو برابرول (تهیه او تدارک)، چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو امریت ازادې دواطلبۍ ته سپارلی وه، د داوطلبۍ پروسه یې پرون شنبه د روا ن ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۰ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د یوې شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
دغې داوطلبۍ کې د ګډون په موخه ۱۲ شرکتونو شرطنامې اخیستې وې، چې له ډلې یې څلورو لوژستیکي شرکتونو( نایب ، نورفارما، فاطمه علي او نوی اریا نړویال لمیتد ) په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزاعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.