په کونړ ولایت کې له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې د لړۍ په شروع کیدو سره ۱۹۵ قلمه تارېخ تېر درمل او ۶۵ بوتله تاریخ تېره نوشابې ترلاسه شوې دي.
په کونړ ولایت کې له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې د لړۍ په شروع کیدو سره ۱۹۵ قلمه تارېخ تېر درمل او ۶۵ بوتله تاریخ تېره نوشابې ترلاسه شوې دي. ۱۴۴۵/۰۷/۱۹ هـ ق
په کونړ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت د خپلو فعالیتونو په شروع کیدو سره پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۱۸ نیټه د یاد ولایت مرکز اسعد اباد اړوند له ۱۶ بابه درملتونونو، ۱ باب د درملو عمده پلورنځۍ او ۴ بابه خوراکه پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړې دي.
ددغې څارنې په ترڅ کې ۱۹۵ قلمه تاریخ تېر درمل او ۶۵ بوتله تاریخ تېره نوشابې ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوې دي.
ددغې ورځنۍ څارنې به جریان کې د درملیزو او غذایي تاسیساتو مالکینو ته د درملو د ساتنې او خوړو د خوندیتوب اړوند لازمې سپارښتنې وشوې.