په کندهار ولایت کې 7 بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
په کندهار ولایت کې 7 بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
1445/08/4 هـ ق
په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو چهار شنبه د روان 1445 هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 3 نیته د یاد ولایت یوولسمې ناحیې اړوند له 3 بابه درملتونونو او 4 بابه خوراکه پلورنځیو څخه څارنه کړې ده.
ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې5 کارتنه مختلف ډول تارېخ تېر درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.