په ننګرهار ولایت کې له 32بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه 118قلمه بې کيفيته، غير معياري او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول
په ننګرهار ولایت کې له 32بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه 118قلمه بې کيفيته، غير معياري او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛
1445/08/14 هـ ق
په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 13نیټه د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له 32بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 118قلمه بې کيفيته، غير معياري او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د ننګرهار ولايت د خوړو او درملو رياست ودانۍ ته انتقال شول او يو باب درملتون د قانوني اسنادو د نه درلودلو، بې کيفيته، تاريخ تېري او قاچاقي درملو د پلور له امله مهرلاک شو.