په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر د یاد ولایت د اقتصاد له رییس سره وکتل

په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر د یاد ولایت د اقتصاد له رییس سره وکتل.
1445/08/15 هـ ق
په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر ډاکټر ذبیح الله "حافظ" پرون دوشنبه د روان 1445 هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 15 نیته د یاد ولایت د اقتصاد له رییس مولوی صاحب مطیع الله "عابد" سره وکتل.
په دغې لیدنه کې ډاکټر ذبیح الله "حافظ" په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت پرانیستنې، د خپلو وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړ.
همداراز د سمنګان ولایت د اقتصاد رییس ښاغلي مولوی مطیع الله"عابد" په یاد ولایت کې د ادارې د آمریت له پرانیستلو خوښي څرګنده کړه، چې نوموړي له لورې د هر اړخیزې همکارئ ژمنه وشوه.