خوست ولایت کې 82 بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه شوې ده؛
خوست ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت، له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له 82 بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه چې په هغو کې 36 بابه درملتونونه، 1 عمده پلورنځیو، 38 بابه خوراکي تاسیسات شاملې دي، څارنه او پلټنه کړې ده. ددغې څارنې پرمهال 101 قلمه مختلف ډول تاریخ تیر درمل ، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.