د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس د افغانستان لپاره د یونیسف مؤسسې د روغتیا د برخې له مشرې او مل پلاوي سره وکتل

press_admin
Tue, Oct 17 2023 9:18 AM
nasta

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۱ نیټه د افغانستان لپاره د یونیسف مؤسسې دروغتیا د برخې له مشرې اغلې فوزیه شفیق او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.د لیدنې په پيل کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هغوي ته د ښه راغلاست وویل. ښاغلي عمر د خپلو خبرو په دوام کې وویل که چیرې غواړي چې په افغانستان کې  په واقعي ډول د ناروغیو مخه ونیول شي او افغانان د بیروني احتیاج څخه خلاص شي نو باید د خوړو او درملو ملي ادارې چې یوه تنظیمي او غیر سیاسي اداره ده په هر اړخیز ډول یې ملاتړ وشي په ځانګړې توګه د لابراتوارو د جوړلو په برخه کې ځکه چې لابراتواونو د درملو او خوراکي توکو خوندیتوب او کیفیت تعینوي. په ورته وخت کې د یونیسف مؤسسې د روغتیا د برخې مشرې او مل پلاوي د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د یادې ادارې د رهبرۍ فعالیتونه وستایل او زیاته کړه چې ادارې په ډیر کم وخت کې د پام وړ پر مختګ کړی او زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې په هر ډول شرایطو پاتې کیږو او د ادارې  هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.د ناستې په څنډه کې یاد پلاوي وویل چې یونیسف او نورو اړونده موسسو د افغانستان د درملو داخلي سرچینو څخه د درملو اخیستلو په موخه یوه سروې کړې چې له مخې به یې د داخلي درملو او سرچینو څخه استفاده وکړي، چې په ترڅ کې ښاغلي عمر پردې ټينګار وکړ کوم سروې چې یونیسف کوي باید د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ لاندې وي او د هغه شرکت یا فابریکې څخه درمل واخلي چې د خوړو او درملو ملي ادارې معیارونو، اصولو او قوانینو سره برابره وي.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 8:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Food and Medicine Traveled to Balkh Province

Respected Alhaj Mawlawi Hamdullah Zahid, Deputy Minister of Food and Medicine at the Ministry of Public Health, traveled to Balkh Province along with his technical team. During this. . .

BACK TO NEWS