د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د بلخ ولایت له محترم والي سره وکتل؛ 

press_admin
Mon, Apr 22 2024 8:05 AM
بلخ

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د بلخ ولایت له محترم والي سره وکتل؛ 
۱۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" او مل پلاوي شمال ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۲ نیټه د بلخ ولایت له محترم والي الحاج ملا محمد یوسف "وفا" سره وکتل.
په دغې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د اهمیت، کارونو او فعالیتونو د پراختیا، او په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو د ریاست د کارونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په یاده لیدنه کې ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" د یادې ادارې ارزښت ته په اشارې سره وویل چې په راتلونکي کې به د بلخ ولایت د خوړو او درملو د ریاست تشکیل زیات کړي، نوموړي ژمنه وکړه، چې د خوراکي توکو یوه عصري او معیاري لابراتوار به هم په نیږدي وختونو کې یاد ولایت کې جوړ کړي.
پر همدې مهال د بلخ ولایت محترم والي ښاغلي "وفا" یاد پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خوړو او درملو ملي اداره د هېواد په کچه یوه مهمه اقتصادي او حیاتي اداره وبلله، نوموړي زیاته کړه چې په بلخ ولایت کې د یادې ادارې د خوړو او درملو د ریاست له فعالیدو سره سم په دغه ولایت کې د خوړو او درملو د کیفیت او خوندیتوب په برخه کې تر ډېره مثبت تغیرات راغلي دي او په راتلونکي کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS