په هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمیر تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره شوه
په هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمیر تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره شوه
۱۳/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین او مل تخنیکي پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۳ نیټه د یاد ولایت صنعتي ښارګوټي کې کې بردارن مهمند، سوپرکولا او هری دنیا د خوراکي توکو تولیدي فابریکو د مختلو څانګو څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یادو فابریکو مسؤولینو ته د لا معیاري او عصري کیدو په موخه اړینې او لازمې سپارښتنې وشوې، چې ددغو فابریکو د مسؤولینو له لورې د ورکړل شوو سپارښتونو د عملي کولو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په یادو تولیدي فابریکو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې مختلف ډول چپس، شیرني، بیسکیټ او غیر الکولي مشروباتوتولیات لري.