د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس معرفي شو!
د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس معرفي شو!
۸/۴/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب نوی عمومي رییس ښاغلي حافظ داکټر نعیم الله ایوبي پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ریبع الاول د میاشتې په ۷ نیټه د یوې ناستې په ترڅ کې معرفي شو.
په دغې ناسته کې د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د خوړو پر خونیتوب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل ده چې د غذايي خوندیتوب برخه فعالیږي.
ښاغلي عمر زیاته کړ چې هر کار اهل د کار ته اړتیا لري او باید داسې اشخاص وګمارل شي چې پر خپلې دندې حاکمیت ولري.
د ادارې لوی رییس د غذايي خوندیتوب نوي رییس وړ، متعهد او په کار پوه شخص وباله او د مبارکۍ تر څنګ یې په کارونو کې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب نوی معرفی شوی رییس ډاکتر نعیم الله ایوبي دنده یو دروند مسؤولیت وباله او ژمنه وکړه چې د کارونو په پر مختګ کې به پوره هڅه وکړي.