په میدان وردګ ولایت کې له 3 بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې 63 قلمه مختلف ډول بې کیفیته او تاریخ تېر درمل ترلاسه شول؛
په میدان وردګ ولایت کې له 3 بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې 63 قلمه مختلف ډول بې کیفیته او تاریخ تېر درمل ترلاسه شول؛
1445/08/13 هـ ق
په میدان وردګو ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت چې تازه په یاد ولایت کې په فعالیت پیل وکړ نن شنبه د روان 1445 هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 13 نیټه د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې له 3 بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره کړه.
ددغې څارنې په ترڅ کې 63 قلمه مختلف ډول تارېخ تېر، بې کیفیته او غېر معیاري درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شول.
په دغې څارنه کې درمليزو تاسيساتو ته د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او مقرراتو د عملي کولو توصیې هم وشوې.