د افغانستان د خوړو او درملو ملی ادارې اعلامیه!
د افغانستان د خوړو او درملو ملی ادارې اعلامیه!
په دې وروستیوکې د درملو د تورید ځینو محترمو سوداګرو اندیښنه ښودلې او په مجازی نړۍ کې داسې ګنګوسې دی چی ګویا د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره غواړی چې د درملو سکتور پنځه کمپنیو ته په انحصاری ډول ورکړي.
په دې باره کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې کومه پریکړه نده کړې، د درملو د برخې محترم سوداګر او کارکوونکي دې خبر وي.