د خوړو او درملو معین د درملو داخلي تولیداتو د اتحادیې له غړو او مسؤولینو سره وکتل؛

press_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۵۸
کابل

د خوړو او درملو معین د درملو داخلي تولیداتو د اتحادیې له غړو او مسؤولینو سره وکتل؛
۱۱/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۱۱ نیټه په خپل کاري دفتر کې د درملو داخلي تولیداتو د اتحادیې له غړو او مسؤولینوسره وکتل.
په دغې کتنه کې یادې اتحادیې وویل: له کومې ورځې څخه، چې د خوړو او درملو د معینیت له لورې هېواد ته په غېر قانوني ډول (بیلټۍ او قاچاق) مخه نیول شوي په تولید کې یې څو چنده زیاتوالی راغلی او د خوړو او درملو د معینیت له رهبرۍ څخه یې په یاده برخه کې د مننې او خوښۍ ترڅنګ د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" یادې اتحادې غړو او مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې داخلي تولیداتو څخه ملاتړ د یادې ادارې سره کرښه ده، نوموړي زیاته کړه نه تنها د درملو باید په ټولو صنعتي برخو کې هڅه وکړو ترڅو په خپلو پښو ودیریږو او اقتصادي ازادي ترلاسه کړو.
یاده لیدنه پر داسې مهال ترسره کیږي چې افغانستان د درملو د تولید په برخه کې ډېر پرمختګ کړی، چې اوس یو شمیر درمل بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

پکتیا ولایت کې له 5 بابه درملیزو تاسیساتو  څخه څارنه ترسره شوه؛

پکتیا ولایت کې له 5 بابه درملیزو تاسیساتو  څخه څارنه ترسره شوه؛
3/2/1446 هـ ق
د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان 1446 هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له  ۸ بابه خوراکی تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه

کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له  ۸ بابه خوراکی تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۳/۲/۱۴۴۶ هـ ق
د خوړو او درملو معینیت له خوراکی تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۳۲
Background image

په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۲۱ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۲۱ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۳۰/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د خوړو او درملو معینیت له خوراکی تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان. . .

BACK TO NEWS