په بنګلهدېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګلهدېش هېواد کې د دغه هېواد له ۲۹ درملو او روغتیايي محصولاتو تولیدي شرکتونو سره ګډه همغږۍ غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته په بنګلهدېش کې د افغانستان سفارت استازي محترم ویس خان ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ یې د درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ورپسې، محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي، د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د پلاوي د سفر د موخو، افغانستان ته د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو لپاره د نوو اسانتیاوو، د درملو د ثبت بهیر، د پروفورمې انوایس د صدور او د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د نوو میکانیزمونو په اړه هر اړخیز او تخنیکي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
هغه څرګنده کړه چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ژمن دی چې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ثبت، ارزونې او تنظیم بهیر په معیاري، شفاف او اغېزمن ډول مدیریت کړي او هېوادوالو ته د خوندي، باکیفیته او اغېزمنو درملو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
محترم ډاکټر ایوبي همدارنګه د ټولو تولیدي شرکتونو څخه د بلنلیکونو د لېږلو او د دې غونډې په ترسره کولو کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د سوداګرو او واردوونکو لپاره یې د ویزو د صدور د بهیر د چټکتیا غوښتنه وکړه، ترڅو هغوی وکولای شي پر وخت بنګلهدېش ته سفر وکړي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.
په دوام کې، د تولیدي شرکتونو رئیسانو هم د ښه راغلاست ترڅنګ، د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي له حضور څخه هرکلی وکړ او د همکارۍ، همغږۍ او کوربهتوب لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
په پای کې، د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي د ګډونوالو پوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د شته ستونزو د حل لپاره به لازمې همکارۍ او اغېزمن اقدامات ترسره شي.
یاده غونډه د تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا، د قانوني وارداتو د بهیر د اسانتیا، د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د ښه والي او د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوه.
