ارزګان ولایت کې ۲۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛

ارزګان ولایت کې ۲۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
۲۸/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د ارزګان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق د شوال د میاشتې په ۲۷ نیټه د یاد ولایت مرکز ترینکوټ کې له ۲۵ بابه خوراکه پلورنځیو او ۲ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې د مختلف ډول مشروباتو د ۱۰۸ بستو او ۲۷ کارتنه کیک په شمول ۲۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.