خوست ولایت کې له ۱۱ بابه درملیزو او غېر درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۱
خوست

خوست ولایت کې له ۱۱ بابه درملیزو او غېر درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۲۳/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
د خوست ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذواالحجې د میاشتې په ۲۲ نیټه د یاد ولایت مرکز مختلفو ناحیو اړوند ۳ بابه درملتونونو، ۴ بابه د درملو استازولیو، ۱ باب د درملو له ګدام، ۱ باب د صابون جوړولو له تولیدي شرکت او ۲ بابه د مالګې له تولیدي فابریکو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیت درمل چې په مجموعي ډول ۱۰ کارتنه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS