د خوړو او درملو ملي ادارې، د لابراتوارونو ریاست د اړتیا وړ ریجنټونو برابرولو آزاده دواطلبي د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه

press_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۴:۳۱
tadarokat

د خوړو او درملو ملي ادارې، د لابراتوارونو ریاست د اړتیا وړ ریجنټونو  برابرولو آزاده دواطلبي د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه 
۲۴/۳/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د لابراتوارو ریاست د۱ړتیا وړ ریجنټونو د برابرولو ( تهیه، تدارک) چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو آمریت له لورې آزادې دواطلبۍ ته سپارل شوې وه، د داوطلبۍ پروسه یې نن دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول  د میاشتې په ۲۴ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د شفافي  پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
 دغې داوطلبۍ لپاره شاوخوا ۶ لوژستکي شرکتونو نوم لیکنه کړې وه،  او ۳ شرکتونو ( برادران اکبري، نوی اریا نړیوال لمیتد، کشمیر قاسمي)  په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزالعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS