د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له محترم والي سره کتلي دي

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۹:۸
ننګرهار

د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له محترم والي سره کتلي دي؛
1445/09/1 هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس حافظ ډاکټر صاحب نعیم الله ایوبي د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون دوشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 1نیټه د یاد ولایت له محترم والي الحاج ملا محمد نعیم آخند سره وکتل.
په دغې کتنه کې ښاغلي ایوبي د خوړو او درملو په برخه کې د خوړو او درملو ملي ادارې وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي او د ننګرهار له محترم والي څخه یې په یاد ولایت د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست څخه د ملاتړ په برخه کې مننه وکړه.
په ورته وخت کې د ننګرهار محترم والي الحاج ملا محمد نعیم آخند یاد پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست فعالیتونه وستایل او په راتلونکي کې یې هم د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS