لغمان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۶۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛
لغمان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۶۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛
۲/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د لغمان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په لومړۍ نيټه د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې له ۱۲ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۶۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.