میدان وردګو ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۱ قلم بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
میدان وردګو ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۱ قلم بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
۱۶/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
د میدان وردګو ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق د ذوالحجې د میاشتې په ۱۵ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له ۷ بابه خوراکه پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۱ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.