په بدخشان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 311کارتنه او 98 بوشکې بې کیفیته او تارېخ تېره کیک او د پنبې غوړي ترلاسه شو

press_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۱
BADAKHSHAN

په بدخشان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 311کارتنه او 98 بوشکې بې کیفیته او تارېخ تېره کیک او د پنبې غوړي ترلاسه شو؛
1445/09/18 هـ ق
په بدخشان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې امریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون چهار شنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 17نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د خوراکي توکو له 2 بابه عمده پلورنځیو،1 باب خوراکه پلورنځي او د خوراکي توکو له 3بابه ګدامونو څخه د څارنې په ترڅ کې د 311کارتنه کیک او 98بشکې د پنبې د غوړیو په ګډون 87قلمه مختلف ډول بې کیفیته او غېر معیاري خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د ادارې دآمریت ودانۍ ته انتقال کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS