په بلخ ولایت کې 55 بستې او 31 قلمه تاریخ تېره او بې کیفیته نوشابې ترلاسه شوې؛
په بلخ ولایت کې 55 بستې او 31 قلمه تاریخ تېره او بې کیفیته نوشابې ترلاسه شوې؛
1445/09/18 هـ ق
په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون چهار شنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 17نیټه د یاد ولایت مرکز 4ناحیې اړوند د خوراکي توکو له 1 باب عمده پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې د 55 بستې مشروباتو په شمول 31قلمه مختلف ډول بې کیفیته او غېر معیاري خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه يې په یاد ولایت کې د ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال کړي دي.