په میدان وردگو ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 100قلمه بې کیفیته، تاریخ تېر او غېر قانوني درمل ترلاسه شوي
په میدان وردگو ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 100قلمه بې کیفیته، تاریخ تېر او غېر قانوني درمل ترلاسه شوي؛
1445/09/22 هـ ق
په میدان وردگو ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 21نیټه د یاد ولایت چک ولسوالۍ مرکز اړوند سبیک بازار کې له 12بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې 100قلمه مختلف ډول تارېخ تېر ، بې کیفیته او غیر قانونی درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.