کاپیسا ولایت کې 19بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه 34قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول شول

کاپیسا ولایت کې 19بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه 34قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول شول؛
1445/09/29 هـ ق
په کاپیسا ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، امریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 28نیټه د یاد ولایت مرکز او حصه 2 ولسوالۍ اړوند له 9 بابه خوراکه پلورنځیو، 1باب د خوراکي توکو ګدام او 9 بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې 34قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.