کندهار ولایت کې ۸۶ کارتنه مختلف ډول تارېخ تېر درمل راټول شول؛
کندهار ولایت کې ۸۶ کارتنه مختلف ډول تارېخ تېر درمل راټول شول؛
۱۰/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د کندهار ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ نیټه د یاد ولایت ۱۰ او ۱۲ ناحیو اړوند له ۱۲ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۸۶ کارتنه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه يې د یاد ولایت د خوړو او درملو ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.