په نورستان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۹ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
![نورستان](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-13_at_15.20.38_88254c14.jpg)
په نورستان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۹ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
۴/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د نورستان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعده د میاشتې په ۳ نیته د یاد ولایت په مرکز پارون ښار کې د خوراکي توکو ۷ بابه پلورنځيو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۹ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت د خوړو او درملو آمریت ته انتقال کړي دي.