هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست د ۶ خالي بستونو ازموینه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه
هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست د ۶ خالي بستونو ازموینه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه
۸/۴/۱۴۴۵
هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست د شپږو مسلکي بستونو ازموینه پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۷ نیټه په هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست په ودانۍ کې واخیستل شوه.
د یادو شپږو بستونو لپاره ۵۳ کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې د ادارې د ازموینې کمیټې له لورې زدکړو او تعلیم ته په کتو ۴۰ کسان انتخاب شوي وه، چې د یادو کسانو څخه ۲۹ کسانو یاده ازموینه کې په عملي ډول ګډون وکړ او د یادو بستونه لپاره ورڅخه ازموینه واخیستل شو.
د یادونې وړ ده چې یادې ازموینې پایلې به ډیر ژر د ازموینې له ګډونوالو سره شریکې کړل شي.