په تخار ولایت کې له 3 بابه درملیزو تاسیساتو څخه 879قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر درمل ترلاسه شول

په تخار ولایت کې له 3 بابه درملیزو تاسیساتو څخه 879قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر درمل ترلاسه شول؛
1445/08/22 هـ ق
په تخار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو یک شنبه ورځ د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 21نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند تالقان ښار کې د درملو له 3 بابه عمده پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې 879قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د ادارې، آمریت ته انتقال کړل.